د دغه لوبغالي د جوړولو چارې د تدارکاتي پروسې له بشپړولو وروسته د ايکسلنټ پاراګان په نوم د رغونې يو شرکت ته سپارل شوې چې د يو نيم کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. خبرپاڼه څرګندوي، د رغونې په لومړي پړاو کې د څلور زره نندارچيانو لپاره د ناستې ځای، د لوبغالي د هوارولو، د لوبغاړو د ناستې ځای او چمن جوړولو اسانتياوې شاملې دي. د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ ریيس فرهان يوسفزي ويلي و، د کرکټ له نړيوالې شورا څخه يې د ۲۰۲۴کال نړيوال جام غوښتنه کړې او په همدغه هدف به په هېواد کې پر نړيوالو معيارونو برابر لوبغالی هم ورغوي.