دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 216148
په نیمروز کې کمال خان بند ایران ته د وړیا اوبو د بهیر درولو ته چمتو دی
د هلمند سیند څخه به د ګاونډي هېوادونو په ګټه نه، بلکې د افغانانو په ګټه کار واخيستل شي.
ولسمشر اشرف غني وویل، د ایران لپاره له افغانستان څخه په وړیا توګه د اوبو د ترلاسه کولو ورځې د ګوتو په شمېر پاتې دي.

غني چې د زمري په ۵مه یې له نیمروز ولایت څخه لیدنه وکړه څو په هلمند سیند باندې د رغېدونکي کمال خان بند د رغونې چارې وګوري، ژمنه وکړه چې، یو ځل چې دغه وداني جوړه شي او کار پیل کړي بیا به اضافي اوبه ګاونډي هېواد ته په وړیا ډول ور ونه بهېږي.

ایران هره ورځ په زرګونو مکعب متره اوبه د ۱۳۵۲ کال د هلمند د سیند د اوبو د تړون په نسبت ډېرې ترلاسه کوي.

افغان چارواکو په تهران باندې په مکرر ډول تور لګولی چې د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي څو د هېواد په لویدیځه حوزه کې د بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي او ایران ته د اوبو د بهیر دوام یقیني کړي.
https://avapress.com/vdchk-ni623nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته