دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 216149
برېتانيا هلمند کې د خپلو ځواکونو لخوا د ملکي وګړو وژنې يوه پېښه څېړي
د برېتانیا دفاع وزارت وایي، د هغو ادعاوو په تړاو پلټنې کوي چې د دوی ځواکونو په قصدي توګه په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي. د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د شپې پر مهال برېتانوي ځانګړو ځواکونو په هلمند کې د سيف الله د کورنۍ ځينې غړي داسې مهال وژلي وو چې ويده وو، هېڅ وسله يې هم نه لرله او دوی ته خطر هم نه وو. دوی دغه راز ویلي، په دې اړه یې هم پلټنې پیل کړې دي چې د دوی د عملیاتو محرم اسناد څنګه په رسنیو کې خپاره شوي او دغه راز ولې لوړپوړي برېتانوي چارواکي د خپلو سرتېرو له کړنو نه وو خبر. له بل لوري څو ورځې وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې برېتانوي ځواکونو په هلمند کې د خپل ماموریت پرمهال په قصدي توګه قومي مشران او د ډېر عمر لرونکي کسان په نښه کول.
https://avapress.com/vdci5qar3t1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته