کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عثماني: ۱۰ مېليونه افغانان په کوويډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 اسد 1399 ساعت 11:56

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر دې مهاله شاوخوا ۱۰ مېليونه افغانان په کرونا اخته شوي دي.


د عامې روغتیا سرپرست وزير احمد جواد عثماني نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۰ مېليونه افغانان په کرونا يا کوويډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي چې د افغانستان د ټول نفوس ۳۱ عشاريه ۵ سلنه جوړوي.
عثماني زياتوي، تر ۱۸ کلونو پورته ۵۷ سلنه وګړي په کرونا اخته شوي دي، همدا راز ۴۶،۴ سلنه ماشومان د کرونا وایروس له کبله اغېزمن شوي.
نوموړی زیاتوي، د کرونا د بلې څپې د راتلو وېره هم شته له همدې امله ټولو افغانانو ته په کار ده چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي او په دې توګه دې خپل ځان او کورنۍ له دغه وایروس خوندي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې د هغو ناروغانو شمېر چې په رسمي ډول يې د کوويډ ۱۹ د تشخص او سمپل اخيستنې مرکزونو ته مراجعه کړې او پايلې يې مثبتې تشخيص شوې دي شاوخوا ۳۶ زرو ته رسېږي.
کرونا وايروس د تېر لمريز کال په کب مياشت کې په افغانستان کې خپور شو.


د مطلب کود: 216151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216151/عثماني-۱۰-مېليونه-افغانان-په-کوويډ-۱۹-ناروغۍ-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com