دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 216166
د ۱۹۷ وکیلانو او دولتي کارمندانو معاشونه ځنډول شوي
د دې ادارې رییس عبدالودود بشریار تېره ورځ د رسنیو په مرکز کې خبري غونډې ته دا مسله مطرح کړه او زیاته یې کړه چې په یادو کسانو کې ۱۷۲ د ولسي جرګې غړي، ۱۲د مشرانو جرګې غړي، دوه وزیران، څلور والیان او شپږ معینان شامل دي. بلخوا، له اداري فساد سره د مبارزې سکرټر احمد جواد دادبان په خوښۍ سره ویلي چې د ډېرو هېوادوالو شمتنۍ او پانګونې ثبت شوې دي. د ده په خبره، د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت لپاره مقرره ترتیب شوې چې په تصویب سره به یې کارونه نور هم پراخه شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومت ټولو لوړو پوړو چارواکو ته خبرداری وکړی، که خپله ټوله شتمني نه ثبت کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
https://avapress.com/vdch--ni-23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته