کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۹۷ وکیلانو او دولتي کارمندانو معاشونه ځنډول شوي

15 اسد 1399 ساعت 15:09

د دې ادارې رییس عبدالودود بشریار تېره ورځ د رسنیو په مرکز کې خبري غونډې ته دا مسله مطرح کړه او زیاته یې کړه چې په یادو کسانو کې ۱۷۲ د ولسي جرګې غړي، ۱۲د مشرانو جرګې غړي، دوه وزیران، څلور والیان او شپږ معینان شامل دي. بلخوا، له اداري فساد سره د مبارزې سکرټر احمد جواد دادبان په خوښۍ سره ویلي چې د ډېرو هېوادوالو شمتنۍ او پانګونې ثبت شوې دي. د ده په خبره، د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت لپاره مقرره ترتیب شوې چې په تصویب سره به یې کارونه نور هم پراخه شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومت ټولو لوړو پوړو چارواکو ته خبرداری وکړی، که خپله ټوله شتمني نه ثبت کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.



د مطلب کود: 216166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216166/د-۱۹۷-وکیلانو-او-دولتي-کارمندانو-معاشونه-ځنډول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com