دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 216167
نړیوال بانک د ملي دسترخوان پروګرام تمويلول تصویب کړل
د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ملي دسترخوان پروګرام تمويلول تصویب کړل. د نړیوال بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پروګرام کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو فنډ شامل دی چې د کرونا وايروس له کبله له رامنځته شوي حالت اغېزمنو افغان کورنیو ته به په منظم ډول ورکړل شي. د خبرپاڼې په خبره، د دې تر څنګ ۱۰۰ میلیونه ډالره د کرنې سکتور او د خوراکي توکو د عرضې پروګرام ته ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې ولسمشر غني د بې‌وزلو سره د مرستې لپاره د ملي دسترخوان په نوم پروګرام اعلان کړ. که څه هم یاد پروګرام د ولسي جرګې له لورې رد شو، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ولسي جرګې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي و چې نړیوال بانک دغه پروګرام تمویلوي.
https://avapress.com/vdciqqaryt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته