دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 216170
خپله زاړه ، ختمه او د کاره لويدلې بيټرۍ څنګه بيرته ژوندۍ کړو ؟
هيله ده چې ليکنه ډېر په غور سره ولولئ !
#پاملرنه !
دا طريقه صرف په هغه بيټريو عملي کړئ کومې چې شارټ شوي ، بيخي ختمې شوي دي او هيڅ کار نکوي .
ددې خبرې هيڅ ضمانت نشته چې ددې طريقې په اجرا کولو سره به مو حتما بيټرۍ ژوندۍ کيږي خو ۹۰% چانس يې د ژوندۍ کېدو شته . دا مو بيا خپل بخت دی چې څومره کار درته کوي او څومره وخت درته وباسي . 
#اول 
لاسونو ته مو دستکشې يا پلاستيک واغوندئ او د خپلې زړې بيټرۍ تيزاب په يو پلاستيکي لوښي کې واچوئ او بيټرۍ مو په اوبو پاکه پريمنځئ .
سمه يې وشړکوئ تر څو تورې خټې تری پاکې وځي او پليټونه يې ښه سم صفا شي .
احتياط وکړئ چې تيزاب مو په سترګو ، لاسونو یا جامو ونه غورځيږي .
#دوهم 
چې بيټرۍ ښه سمه پاکه شوه بيا يو بوتل کوکا کولا يا پيپسي راوخلئ او ټولو خانو کې يې په تقسيم سره واچوئ او ټول بوتل پری مصرف کړئ او دپاسه لږې مالګينې اوبه پرې واچوئ او د نيم ساعت لپاره يې همداسې پرېږدئ .
#دريم 
که کوکا کولا نه وي پر ځای يې سوډا هم کارولې شئ .
سوډا بيا هرې خانې ته يوه يوه کاشوغه واچوئ او لږې لږې اوبه دپاسه پسې واچوئ .
#څلورم 
نيم ساعت يا پاو کم ساعت وروسته مو بيټري راواخلئ او هر څه ترې توۍ کړئ او يو ځل بيا يې په پاکو اوبو پريمنځئ تر څو کوکا کولا يا سوډا او خيري وغیره ترې مکمل ختم شي .
#يادونه
د کوکا کولا يا سوډا اچولو اصلي هدف دادی چې پليټونه د دننه نه سم پاک کړي او ور پسې نښتي کاربن او خيري ښه سم پاسته کړي او را ويې باسي ، تر څو د سرپو نه جوړ پليټونه صفاشي د تيزابو سره تماس پيدا کړي او کار شروع کړي .
#پنځم 
چې د بيټرۍ نه مو اوبه په مکمله توګه ختمې کړی بيا يې د کم تر کمه د شپږ ساعتونو لپاره لمر ته چپه کېږدئ ترڅو دننه نه بيټري ښه سمه وچه شي .
#شپږم 
چی بيټرۍ کله سمه وچه شي نو بيا هغه تيزاب کوم چې مو په پلاستيکي لوښي کې ساتلي راواخلئ او ور وايې چوئ .
#اوم 
فکر مو وي چې دا تيزاب بايد تيز تېزاب وي چې بايد په ګېچ ۱۳۰۰ يا يو څه ددې نه هم تېز وي ، خو بيټري لکه د نوی مه ډکوئ يو څه د خپلې اندازې نه کم تېزاب ور واچوئ .
فقط چی د پليټونو دپاسه لږ لږ تيزاب ودريږي بس دی .
پام مو وي چې کمزوري تېزاب کار نکوي ، ښه به دا وي چې د بازار نه ورته تېز تيزاب راوړئ . 
#اتم 
ددې هر څه کولو نه وروسته بيټرۍ مو ښه سمه چارج کړئ ان شاءالله بلکل لکه د نوي بيټرۍ به درته کار کوي .
https://avapress.com/vdccmeqix2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته