کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابینې پرېکړه؛ سبا پوهنتونونه بېرته پیلېږي

15 اسد 1399 ساعت 15:24

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د کابینې د پرېکړې پر اساس په پام کې ده سر له سبا په هېواد کې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو درسونه پیل شي.
د نوموړي په وینا، د ښوونځیو د پرانېستل کېدو په تړاو د پوهنې وزارت نوې طرحه د کابینې په بله غونډه کې وړاندې کېږي او تر بلې پرېکړې به ښوونځي لا هم رخصت وي.
صدیقي زیاتوي، د پوهنې وزارت له‌خوا د ښوونځيو د بیا پرانېستو طرحه وړاندې شوې وه، خو د ځینو ستونزو له امله رد شوه.



وموغوښتل چې په دې اړه د پوهنې وزارت نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.
بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت غوښتنه کړې چې ښوونځي او پوهنتونونه دې په تدریجي توګه بیا پرانېستل شي.
د ښوونیزو او پوهنیزو مرکزونو فعالیتونه په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې بند وو.
د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه کار د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه شوی  دی.


د مطلب کود: 216171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216171/د-کابینې-پرېکړه-سبا-پوهنتونونه-بېرته-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com