کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې دوه برمته شوي هندي وګړي ازاد شول

16 اسد 1399 ساعت 8:42

دا دوه تنه له پنځو نورو هندي وګړو سره د ۲۰۱۸ کال مې میاشت کې افغانستان کې برمته شوي وو.

د هند بهرنیو چارو وزارت وایي چې تازه ازاد شوي کسان خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي.

له دغو کسانو سره پنځه نور هندي وګړي هم وو او بغلان ولایت کې د برېښنا لېږد یوې پروژې کې پر کار بوخت وو، چې نور یې مخکې له دې ازاد شوي وو.

له دې منځه څلور نور څه موده مخکې ازاد شول، خو د یوه تن په تړاو تر اوسه هېڅ مالومات نشته.



د مطلب کود: 216174

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216174/افغانستان-کې-دوه-برمته-شوي-هندي-وګړي-ازاد-شول

آوا
  https://www.avapress.com