دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 216174
دا دوه تنه له پنځو نورو هندي وګړو سره د ۲۰۱۸ کال مې میاشت کې افغانستان کې برمته شوي وو. د هند بهرنیو چارو وزارت وایي چې تازه ازاد شوي کسان خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي. له دغو کسانو سره پنځه نور هندي وګړي هم وو او بغلان ولایت کې د برېښنا لېږد یوې پروژې کې پر کار بوخت وو، چې نور یې مخکې له دې ازاد شوي وو. له دې منځه څلور نور څه موده مخکې ازاد شول، خو د یوه تن په تړاو تر اوسه هېڅ مالومات نشته.
https://avapress.com/vdcgu39xtak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته