خوښ ديک ۰

کونړ کې د داعش ډلې غړی ونیول شو

د کومانډو ځانګړو عملیاتو قول اردو کنړ ولایت کې د داعش ډلې د یوه مهم غړي له نیول کېدو خبر ورکوي. د یادې قول اردو خبرپاڼه کې نن(چهارشنبې د زمري په ۱۵مه نېټه) راغلي دي چې نیول شوی کس محمد سعید نومیږي او د ترهګریزو کړونو په موخه "د افغانستان ولایتونو ته د بهرنیو ترهګرو او د کورنیو غړو"د لیږد مسوولیت درلود. خبرپاڼه کې ویل شوي دی چې نیول شوي کس د ننګرهار پر زندان د وروستي برید پلان جوړ کړی وو.
چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود: 216176 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *