کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې د داعش ډلې غړی ونیول شو

15 اسد 1399 ساعت 15:34

د کومانډو ځانګړو عملیاتو قول اردو کنړ ولایت کې د داعش ډلې د یوه مهم غړي له نیول کېدو خبر ورکوي.

د یادې قول اردو خبرپاڼه کې نن(چهارشنبې د زمري په ۱۵مه نېټه) راغلي دي چې نیول شوی کس محمد سعید نومیږي او د ترهګریزو کړونو په موخه "د افغانستان ولایتونو ته د بهرنیو ترهګرو او د کورنیو غړو"د لیږد مسوولیت درلود.

خبرپاڼه کې ویل شوي دی چې نیول شوي کس د ننګرهار پر زندان د وروستي برید پلان جوړ کړی وو.



د مطلب کود: 216176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216176/کونړ-کې-د-داعش-ډلې-غړی-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com