دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 216190
د بغلان ولایتي شورا پخوانی رییس، محبوب الله غفاري وايي نن سهار (چهارشنبې د زمري په ۱۵مه نېټه) د بغلان ـ سمنګانو پر لاره چشمه شېر سیمه کې د طالبانو له برید سره مخامخ شوي او پایله کې ۱۲ کسان چې ورسره مل وو، وژل شوي دي. دی زیاتوي لومړی یې پر تعقیبي موټر د ماین چاودنه شوې او وروسته د سرک له دواړو غاړو طالبانو پرې ډزې پیل کړې دي. برید کې ښاغلي غفاري ته زیان نه دی رسېدلی. په همدې حال کې طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې ښاغلي غفاري ته لاره کې د طالبانو کمین په تړاو خبرداری ورکړل شوی وو، خو هغه ورته پام نه دی کړی. دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم طالبانو د پلخمري ښار اړونده سیمه تېره شپه طالبانو بریدوه کړي او دوو سرتېرو ژوند بایللی دی.
https://avapress.com/vdceop8w7jh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته