دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 216198
په غزني کې د وسله والو طالبانو بريدونه د ۱۰ تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو او  ۶ تنو په ټپي کيدو له ماتې سره مخ شو.
تیره ورځ وسله والو طالبانو د ګيلان ولسوالۍ اړوند د غزني_کندهار د لومړۍ نمبر لوی لارې د چرلي او پخ کنده ترمنځ او د غزني مرکز اړوند د آرزو په سيمو کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه کړي.
دغه بريدونه د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا د هوايي ځواک په مرسته له ماتې سره مخ شوي دي.

په دغه نښتو کې د چرلي او پخ کنده ترمنځ سيمه کې د ملا شفيق تروريستي ډلې ۶ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپيان شوي.

همدارنګه د غزني ولايت مرکز اړوند د آرزو په سيمه کې د حضرت خالد تروريستي ډلې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمير وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.

له نيکه مرغه په دغه نښتو کې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccoeqi42bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته