کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اتمر: ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید طالبانو سره د سولې تړون ضمانت وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 اسد 1399 ساعت 10:07

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید له افغان دولت سره د طالبانو د سولې د تړون ضمانت وکړي.


محمد حنیف اتمر وایي، طالبان اوس له افغان ځواکونو او افغانانو سره جګړه کوي چې د ده په ټکو هېڅ ډول توجیه نه‌لري.
محمد حنیف اتمر وایي، هر څومره ژر چې وي طالبان باید تاوتریخوالی کم او له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
ښاغلي اتمر دغه څرګندونې پرون ماښام د امریکا د سټنفورد پوهنتون له هور (Hoover) څېړنیز مرکز سره په مرکه کې وکړې.
ده وویل، له طالبانو سره د خبرو لومړني ټکي به په بشري اوربند موافقه، ګډ راتلونکي پلانونه، اساسي قانون، د سولې تړون عملي کول او ورته نور مسایل وي.
ښاغلي اتمر وویل، هر ډول هوکړه کې به جمهوریت، د بشري حقونو او جوړو شویو بنسټونو ساتنه سرې کرښې وي او زیاته‌یې کړه چې نړیوال باید له طالبانو سره د شوني تړون د عملي کېدو ضمانت وکړي.

 
هغه زیاته کړه: "له طالبانو سره د سولې هوکړې ته رسېدل، داسې هوکړه چې باید نړیواله ټولنه‌یې ملاتړ، تأیید او ضمانت وکړي، معلومه نه‌ده چې په کومه بڼه، خو موږ باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوال ملګري دې مسئله کې دخیل کړو، دا هغه څه دي چې د سولې په اړه زموږ په پام کې دي."
له ښاغلي اتمر سره مرکه کوونکی هم د هور څېړنیز مرکز لوړپوړی غړی مک ماسټر و چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم پاته شوی.
دې مرکه کې له ښاغلي اتمره د امریکا د جګړې د اوږدېدو لامل وپوښتل شو او ورته وویل شول چې ولې امریکا له افغانستانه وتو ته بې‌صبره ده.
ښاغلي اتمر په ځواب کې یو شمېر سیاسي تېروتنو ته اشاره وکړه چې له مخې یې د ده په ټکو جګړه اوږده شوه.
ده دا تېروتنې؛ یادې کړې.
نوموړي ټینګار وکړ چې اوس هم باید له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل مشروط وي.
 
نوموړي زیاته کړه: "ډېر مهم دا دی چې بهرني ځواکونه باید شرایطو ته په کتو ووځي، باید دا ډاډ ترلاسه شي چې ټول بهرني جنګیالي له افغانستانه وځي، زما هدف دا دی چې د بهرنیو سرتېرو وتلو ته یو مخکېنی شرط باید افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو له‌منځه وړل وي، ځکه موږ یوازې کورنیو اورپکو سره سوله کوو، سیمه‌ییزو، پاکستاني او نړیوالو ترهګرې ډلې باید له افغانستانه ووځي، خبرو کې باید دا منعکس شي."
ښاغلی اتمر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې کابل کې سبا جمعه د سولې او د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو لویه جرګه پیلېږي.
هغه جرګه چې درې ورځې دوام کوي او ګډونوال‌یې په دې اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه دولت ته سپاري.
خو طالبانو او په دولت کې دننه د ولسي جرګې مشر دا جرګه ناقانونه یاده کړې او مخالفت‌یې ورسره ښودلی دی.


د مطلب کود: 216199

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216199/اتمر-ملګري-ملتونه-او-نړیواله-ټولنه-باید-طالبانو-سره-د-سولې-تړون-ضمانت-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com