د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ننګرهار د محبس مدیر یې د وظیفوي غفلت له کبله له دندې ګوښه کړی او لویې څارنوالۍ ته يې معرفي کړی. نوموړي زیاته کړه صالحمحمد شیرزی یې د ننګرهار د محبس د نوي مدیر په توګه ټاکلی.
هغه وایي، د برید پر مهال د محبس مدیر په دنده کې نه و او د څو ساعتونو لپاره یې رخصتي اخیستې وه.
دغه پرېکړه وروسته تر هغه کېږي چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکزي محبس داعش ډلې ډلهییز برید ترسره کړ چې نېږدې ۲۰ ساعته یې دوام وکړ او ګڼو کسانو ته په کې مرګژوبله واوښته.
دغه راز د بريد پر مهال له زندانه يو شمېر زندانیان هم په تېښته بريالي شول.