خوښ ديک ۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار پر زندان بريد په کلکو ټکو وغانده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار ولايت په عمومي زندان د داعش وسله‌والې ډلې ډله‌ييز بريد په سختو ټکو غندلی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د ننګرهار پر زندان برید چې د داعش وسله‌والې ډلې له لوري ترسره شوی او په هغه کې د ملکي وګړو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي، په کلکو ټکو غندي. په اعلاميه کې زياته شوې، د دې بريد عاملان بايد ژر تر ژره ونيول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي. اعلاميه زياتوي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي په دې پېښه کې د قربانيانو له کورنيو او افغان حکومت سره خواخوږي څرګندوي او په دې پېښه سخت خواشيني شوي دي. دوی دغه راز د پېښې ټپيانو ته د عاجلې روغتیا هيله کړې ده. د اګسټ مياشتې په درېيمه نېټه داعش وسله‌والې ډلې د ننګرهار پر عمومي زندان بريد وکړ چې په پايله کې يې د ملکي وګړو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپيان شول.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار پر زندان بريد په کلکو ټکو وغانده
پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود: 216208 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *