کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار پر زندان بريد په کلکو ټکو وغانده

16 اسد 1399 ساعت 10:44

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار ولايت په عمومي زندان د داعش وسله‌والې ډلې ډله‌ييز بريد په سختو ټکو غندلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د ننګرهار پر زندان برید چې د داعش وسله‌والې ډلې له لوري ترسره شوی او په هغه کې د ملکي وګړو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي، په کلکو ټکو غندي.

په اعلاميه کې زياته شوې، د دې بريد عاملان بايد ژر تر ژره ونيول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

اعلاميه زياتوي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي په دې پېښه کې د قربانيانو له کورنيو او افغان حکومت سره خواخوږي څرګندوي او په دې پېښه سخت خواشيني شوي دي. دوی دغه راز د پېښې ټپيانو ته د عاجلې روغتیا هيله کړې ده.

د اګسټ مياشتې په درېيمه نېټه داعش وسله‌والې ډلې د ننګرهار پر عمومي زندان بريد وکړ چې په پايله کې يې د ملکي وګړو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپيان شول.



د مطلب کود: 216208

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216208/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-ننګرهار-پر-زندان-بريد-په-کلکو-ټکو-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com