دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 216214
د قرباني کېدو پر څلوېښتمه ورځ: کميسيون لا هم پر خپلو کارکوونکو د بريد د عاملانو د پېژندلو او محاکمې غوښتونکی دی
د قرباني کېدو پر څلوېښتمه ورځ: کميسيون لا هم پر خپلو کارکوونکو د بريد د عاملانو د پېژندلو او محاکمې غوښتونکی دی.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د خپلو همکارانو مېرمن فاطمه خليل او احمد جاويد فولاد د قرباني کېدو پر څلوېښتمه ورځ، په خواشينۍ سره اعلاموي چې که څه هم د بريد اړوند د مسئولو امنيتي بنسټونو څېړنه روانه ده خو لا هم د هغه وحشيانه تروريستي بريد عاملان نه دي په ګوته شوي او محاکمه شوي. کميسيون له امنيتي او عدلي-قضايي بنسټونو د ياد بريد د عاملانو د پېژندلو او د بشپړ عدالت د پلي کولو غوښتنه کوي. همدا رنګه دا بنسټ پر خپلو کارکوونکو او پر مدني د بشر حقونو پر فعالانو د مخکنيو بريدونو د عاملانو د پېژندلو او د عدالت د تامين غوښتنه هم کوي.
پر مدني او د بشر حقونو پر فعالانو هدفي بريدونه که له يوې خوا معاصره ټولنه له لوستي، رغوونکي انساني ځواک څخه محروموي، چې پرانستې ټولنې، او حقوق بشري او ديموکراتيکو ارزښتونو ته ژمن دي، له بل پلوه دغه بريدونه د قانون او داخلي حقوقو او د بشر حقونو پر بنسټ تر ټولو خطرناک او لوی جرمونه يعنې «د نفس وژنه» او «د ژوند د حق سلبونه» او د بين المللي بشرپالو حقونو د اصولو او مقرراتو پر بنسټ جنګي جنايتونه پېژندل شوي، پر همدې بنسټ د قربانيانو د کورنيو انتقال نه منونکی، نه سلبېدونکی او نه هېرېدونکی حق دی چې عدالت په ښه توګه تامين شي.
بايد ووايو چې پر مدني فعالانو او د بشر حقونو پر فعالانو بريد څو بعدي او مرکب جنايت دی او د بنسټي حقونو لکه: د امنيت حق، د فکر د آزادۍ حق، د بيان د آزادۍ حق، د تګ راتګ حق، د راټولېدو حق، د ټولنې د جوړولو حق او نورو حقونو نقضوونکی دی.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په افغانستان کې د بشر حقونو د مدافعانو د وضعيت وخامت او ترينګلتيا په اړه سخت اندېښمن دی، په دې برخه کې د بښنې نړيوال سازمان سره همغږي ښيي، او «د بشر حقونو د مدافعانو د ساتنې لپاره ستراتيژي» تر عنوان لاندې چې دې سازمان د افغانستان حکومت ته کوم وړانديزونه کړي دي (۱۳۹۸ د جدي ۲۹مه) ملاتړ يې کوي او په هر اړخيز ډول يې د پلي کېدو غوښتنه کوي.
کميسيون يو ځل بيا د قربانيانو، په ځانګړي ډول د دې دوو درنو همکارانو له کورنیو سره د همدردۍ او پيوستون څرګندونه کوي، او پر دوی او پر خپلو نورو همکارانو د بريد د عاملانو تر پېژندلو او د عدالت تر تامين پورې خپلې دادغوښتنې ته دوام ورکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb80b5arhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته