د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه بيروت کې د وړمې ورځې چاودنه کې د وژل شوو شمېر ۱۳۵ او د ټپيانو ۵۰۰۰ ته لوړ شوی او د مالي زيانونو کچه بیا ۱۵ مېليارد ډالرو ته پورته شوه.
دغه چاودنه د بيروت په بندر کې د چاودېدونکو توکو په يوه انبار کې رامنځته شوه.
چارواکي وايي، د امونیم نايتريت کيمياوي توکي په ناخوندي ډول په يوه ډيپو کې ساتل کېدل.
راپورونه وايي، دغه توکي څو کاله وړاندې له يوې کښتۍ نيول شوي وو.
د لبنان حکومتي چارواکو د دې بندر مسولين پرون پر خپلو کورونو کې نظربند کړل.