دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 216215
د بيروت چاودنې د مالي زيانونو کچه ۱۵ مېليارد ډالرو ته پورته شوه
د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه بيروت کې د وړمې ورځې چاودنه کې د وژل شوو شمېر ۱۳۵ او د ټپيانو ۵۰۰۰ ته لوړ شوی او د مالي زيانونو کچه بیا ۱۵ مېليارد ډالرو ته پورته شوه. دغه چاودنه د بيروت په بندر کې د چاودېدونکو توکو په يوه انبار کې رامنځته شوه. چارواکي وايي، د امونیم نايتريت کيمياوي توکي په ناخوندي ډول په يوه ډيپو کې ساتل کېدل. راپورونه وايي، دغه توکي څو کاله وړاندې له يوې کښتۍ نيول شوي وو. د لبنان حکومتي چارواکو د دې بندر مسولين پرون پر خپلو کورونو کې نظربند کړل.
https://avapress.com/vdccseqip2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته