دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 216222
هېواد کې د کویډ۱۹ ناروغۍ قربانیانو  شمېر۱۳سوو ته ورسېد
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویرس ۱۰۸ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۴ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د زمري په ۱۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۹۸ ته ورسید.
د مالوماتو له مخې  تازه ثبت شوې پېښې د ۷۵۳ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۳۶زره او ۹۳۷ ته رسېدلی چې ډله یې ۹۷۹۹ یې فعالې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ هېواد کې په کرونا ویروس د ۱۰ میلیونو کسانو له اخته کېدو خبر ورکړ.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر خبري ناسته کې وویل چې د یوې ټول پوښتنې له مخې د هېواد ۳۱،۵ سلنه کسان چې کابو لس میلیونه کېږي، په کرونا ویرس اخته شوي دي.
احمد جواد عثماني زیاته کړه چې د اخته کسانو ډېر شمېر له ښارونو کې وو.
د سروې له مخې په اخته کسانو کې ۳۲ سلنه یې ښځې او ۲۹ سلنه یې هم نارینه دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauinuu49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته