دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 216223
د عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا تشکیلات بشپړ شول
له نږدې دوه نیمې میاشتې ځنډ وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو بشپړېدل.
دغه شورا وايي ټول تشکیلات بشپړ شول او ډېر ژر به په رسمي توګه اعلان شي.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون وايي د شورا د غړو په ټاکنه کې د ټولنې له بېلا بېلو اقشارو سره هر اړخیزې مشورې او بحثونه شوي او د سولې مشورتي لویې جرګې له پای ته رسېدو سره سم به اعلان شي.
ښاغلي خوځون د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱» ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د ټولنې له بېلابېلو له اقشارو سره له اوږدو سلا مشورو او بحثونو وروسته د ملي مصالحې عالي شورا د رهبري شورا او عمومي مجمعې لپاره د غړو لېست بشپړ شوی، له مشورتي لویې جرګې وروسته به ډېر ژر په رسمي توګه اعلان شي."
 
ښاغلی خوځون زیاتوي، د شورا په غړو کې هم د ټولنې د بېلابېلو اقشارو استازي شامل دي.
په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا د جوړېدا د تخنیکي کمېټې غړي عطاالرحمن سلیم ازادي راډيو ته وویل چې د شورا په رهبرۍ کې به شااوخوا ۴۰ مشران او رهبران غړیتوب ولري.
هغه وویل: "له اداري پلاوي وروسته د رهبري شورا ده چې د ۴۰ په شااوخوا کې مشران او جهادي رهبران به په‌کې وي، بیا عمومي مجمعه ده چې کېدای شي غړي یې له ۱۰۰ پورته شي، پنځه مرستیالان لري، هر مرستیال به د یوې کمېټې د رهبرۍ په راس کې وي."
ښاغلی سلیم زیاتوي، د ملي مصالحې عالي شورا پنځه مرستیالان لري چې هر مرستیال به یوه کمېټه رهبري کوي.
نوموړی زیاتوي، د سولې عالي شورا شااوخوا ۳۰ هغه غړي چې دولتي او یا نورې دندې ونه‌لري، د ملي مصالحې عالي شورا کې به د غړو په توګه ومنل شي.
 
د ښاغلي سلیم په خبره، په اوس کې د سولې عالي شورا ټول کارونه په بشپړ ډول ځنډول شوي، خو د دې شورا له‌منځه تلل یوزاې د ولسمشر په فرمان پورې اړه لري.
دی وايي، د ملي مصالحې عالي شورا کړنلاره، د صلاحیتونو حدود، کاري پلان او د لارې نقشې مسوده هم چمتو شوې چې د شورا په لومړۍ عمومي غونډه کې به تصویب شي.
د روان لمریز کال د غويي په ۲۸مه د ولسمشر محمد اشرف غني او هغه ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله ترمنځ په ټاکنو له ژور اختلاف وروسته سیاسي هوکړه وشوه چې په هوکړه کې د ملي مصالحې عالي شورا مشري عبدالله عبدالله ته وسپارل شوه.
د دغې شورا ویاند فریدون خوځون وايي، د سیاسي هوکړې له مخې به د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته وړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b5frhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته