کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صالح: هر کال د لوړپوړو چارواکو په امنیت څه باندې ۴۰۰ مېليارده افغانۍ لګېږي

16 اسد 1399 ساعت 13:06

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، په کلني ډول د لوړپوړو چارواکو په امنيت څلور مېلیارده او ۲۰۰ مېليونه افغانۍ لګول کېږي.
نوموړي د لويې جرګې د ۳۳۰ مېليونه افغانيو د لګښت په تړاو نيوکو ته په غبرګون کې پر خپله فېسبوک‌پاڼه د لوړپوړو چارواکو د امنیت د لګښت په تړاو يادې شوې شمېرې (نجومي شمېرې) بللې دي او خلک يې په دې تړاو بحث ته رابللي دي.



نوموړي ليکلي، د دې لوړپوړو چارواکو د نيمايي هغو ډېری وخت هره ورځ د نظام پر کمزوري کولو لګېږي تر څو خپلو شخصي غوښتنو ته ورسېږي.
نوموړي ټينګار کړی چې هيله لري دغه (نجومي لګښت) تر بحث لاندې ونيول شي.
صالح ليکلي:
راځئ پوه شو چې د يوه شخص د ساتنې لپاره څومره پیسې لګېږي، دا غوره ده.
صالح د ملت سره مشوره او د ملت نظر ته درناوی چې اشاره يې مشورتي لويې جرګې ته ده، تر هر څه ارزښمنه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د لويې جرګې د دايرولو په هدف ۳۳۰ مېليونه افغانۍ بودجه منظور کړې ده.


د مطلب کود: 216225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216225/صالح-کال-د-لوړپوړو-چارواکو-په-امنیت-څه-باندې-۴۰۰-مېليارده-افغانۍ-لګېږي

آوا
  https://www.avapress.com