دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 216231
طالبانو کاپيسا کې د ولسي پاڅون کوونکو د يوه قومندان پر کور بريد کړى
وسله والو طالبان تيره شپه د کاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د يوه قومندان پر کور بريد کړى دى.
د کاپيسا د پوليسو وياند، شايق شورش ويلي ددې يرغل په پايله کې قومندان سيف الدين او د هغه درې ساتونکي وژل شوي او د هغه د کورنۍ درې غړي چې ميرمنې هم پکې دي، ټپيان شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده سبا په کابل کې د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بنديانو خلاصون په موخه مشورتي لويه جرګه جوړه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeinu649n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته