کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو کاپيسا کې د ولسي پاڅون کوونکو د يوه قومندان پر کور بريد کړى

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 اسد 1399 ساعت 13:52

وسله والو طالبان تيره شپه د کاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د يوه قومندان پر کور بريد کړى دى.


د کاپيسا د پوليسو وياند، شايق شورش ويلي ددې يرغل په پايله کې قومندان سيف الدين او د هغه درې ساتونکي وژل شوي او د هغه د کورنۍ درې غړي چې ميرمنې هم پکې دي، ټپيان شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده سبا په کابل کې د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بنديانو خلاصون په موخه مشورتي لويه جرګه جوړه شي.


د مطلب کود: 216231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216231/طالبانو-کاپيسا-کې-د-ولسي-پاڅون-کوونکو-يوه-قومندان-پر-کور-بريد-کړى

آوا
  https://www.avapress.com