دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 216232
فاریاب کې هغه پولیس نیول شوی چې خپل درې همکاران یې وژلي وو
د فاریاب پولیسو هغه کس نیولی چې درې میاشتې وړاندې یې خپل درې پولیس ملګري د دغه ولایت المار ولسوالۍ کې د دندې پر مهال وژلي وو.
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وایي، دغه کس قدرت الله نومېږي او د یاد ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د نوموړي په خبره یاد کس د خپلو ملګرو تر وژلو ورسته له طالبانو سره یو ځای شوی و.
هغه زیاته کړه، د فاریاب پولیس وروسته تر دریو میاشتو و توانېدل چې د غور ولایت د پولیسو په همکارۍ یاد کس په دغه ولایت کې ونیسي.
یورش وایي، د نیول شوي کس دوسیه عدلي او قضایي ارګانونو ته لېږل شوې ده.
دغه نیول شوی کس درې میاشتي وړاندې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې خپل درې همکار پولیس د دندې پر مهال وژلي و او د پېښې له ځایه تښتېدلی و.
https://avapress.com/vdcbf0b55rhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته