کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې هغه پولیس نیول شوی چې خپل درې همکاران یې وژلي وو

16 اسد 1399 ساعت 13:53

د فاریاب پولیسو هغه کس نیولی چې درې میاشتې وړاندې یې خپل درې پولیس ملګري د دغه ولایت المار ولسوالۍ کې د دندې پر مهال وژلي وو.


د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وایي، دغه کس قدرت الله نومېږي او د یاد ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د نوموړي په خبره یاد کس د خپلو ملګرو تر وژلو ورسته له طالبانو سره یو ځای شوی و.
هغه زیاته کړه، د فاریاب پولیس وروسته تر دریو میاشتو و توانېدل چې د غور ولایت د پولیسو په همکارۍ یاد کس په دغه ولایت کې ونیسي.
یورش وایي، د نیول شوي کس دوسیه عدلي او قضایي ارګانونو ته لېږل شوې ده.
دغه نیول شوی کس درې میاشتي وړاندې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې خپل درې همکار پولیس د دندې پر مهال وژلي و او د پېښې له ځایه تښتېدلی و.


د مطلب کود: 216232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216232/فاریاب-کې-هغه-پولیس-نیول-شوی-چې-خپل-درې-همکاران-یې-وژلي-وو

آوا
  https://www.avapress.com