دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 216235
کورنیو چارو وزارت: لویې جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي
ټاکل شوې چې سبا په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې جرګې لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ اګست شپږمه ( زمري ۱۶) خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لويې جرګې د امنیت د خوندیتوب لپاره له یوې اونۍ راهیسې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.
ښاغلي ارین زیاته کړه: "ډاډ ورکوو چې ټول ځواکونه هڅه کوي هغه راز چې لازمه ده امنیت ټینګ کړي ترڅو د لویې جرګې ګډونوال په ارامه فضا کې په دې جرګه کې ګډون وکړي او دا لوی مراسم په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي".
مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځ د اګست په اتمه (زمري ۱۷) د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د لویې جرګې په خیمه کې ترسره کېږي.
د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې په دې جرګه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو څرنګوالي او د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په تړاو د خلکو له استازو سره سلامشورې کېږي.
د افغان چارواکو پر وینا دا جرګه د ۱۳۹۸ کال د مشورتي لویې جرګې په دوام جوړېږي او غړي یې هم د پخوانۍ جرګې ګډونوال دي.
د تېر کال په مشورتي لویه جرګه کې د سیاسي جریانونو، ښځو او جهادي ګوندونو ۳۲۰۰ استازو ګډون کړی وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د مشورتي لویې جرګې لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د لویې جرګې خیمې د دروازې مخې ته د دیني عالمانو د غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې شپږ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.
په ۱۳۹۰ کال کې هم له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د مشورتي لویې جرګې پر خیمې د توغندیو بریدونه شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexp8wnjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته