دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 216236
نړیوال بانک د افغانستان لپاره د خوراکي خوندیتوب بودجه تصویب کړه
د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د بېړنیو حالاتو لپاره د خوراکي خوندیتوب بودجه د نړيوال بانک له‌خوا منظور شوه.
د دې وزارت وياند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه تصويب شوې بودجه ۱۰۰ ميلیونه ډالره ده چې په راتلونکو دوو کلنو کې به د افغانستان په ګڼ شمېر ولايتونو کې د کرنيزو پروژو له لارې مصرف شي.
د ښاغلي رستمي په خبره، د دې کرنيزو پروژو يو مهمه هغه د غنمو د توليد په برخه کې د اصلاح شويو تخمونو وېش دی.
نوموړی وايي، د غنمو د ښه توليد ترڅنګ به د دې پيسو يوه برخه د اوبو لګونې د ښه مدیریت په برخه کې هم ولګول شي.
تېره ورځ نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې بانک مدیره پلاوي د افغانستان 'ملي دسترخوان' او 'کروندګرو سره د بېړني حالت او خوراکي موادو تأمین' پروژو لپاره د ۳۸۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له افغانستان سره نوې وړيا مالي مرستې به پر بې‌وزلو کورنيو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اغېزې کمې او خوراکي خوندیتوب پياوړی کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmvd0vw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته