کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ام ټي این شبکه په ۲۲ هېوادونو کې د خپلو خدمتونو ارزونه کوي

17 اسد 1399 ساعت 11:34

د دې ادارې ویاند سید شینواري هغه اوازې رد کړې چې ګواکي دغه اداره په افغانستان کې خپل فعالیتونه بندوي. هغه وویل، دا شرکت په پلان کې لري چې په ۲۲ هېوادونو کې خپل خدمتونه له سره وارزوي او په خبره یې دا لړۍ به لومړی له سوریې هېواد پیل شي. دی زیاتوي، ام ټي این شرکت دلته ښه مارکېټ لري او نه غواړي چې په اسانۍ افغانستان پرېږدي. تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی و چې دغه بنسټ د افغانستان په ګډون په سوریه، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو کې خپل فعالیتونه بندوي.



د مطلب کود: 216272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216272/ام-ټي-این-شبکه-په-۲۲-هېوادونو-کې-د-خپلو-خدمتونو-ارزونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com