دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 216272
ام ټي این شبکه په ۲۲ هېوادونو کې د خپلو خدمتونو ارزونه کوي
د دې ادارې ویاند سید شینواري هغه اوازې رد کړې چې ګواکي دغه اداره په افغانستان کې خپل فعالیتونه بندوي. هغه وویل، دا شرکت په پلان کې لري چې په ۲۲ هېوادونو کې خپل خدمتونه له سره وارزوي او په خبره یې دا لړۍ به لومړی له سوریې هېواد پیل شي. دی زیاتوي، ام ټي این شرکت دلته ښه مارکېټ لري او نه غواړي چې په اسانۍ افغانستان پرېږدي. تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی و چې دغه بنسټ د افغانستان په ګډون په سوریه، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو کې خپل فعالیتونه بندوي.
https://avapress.com/vdcfevd00w6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته