دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 216273
ارګ: مشورتي لویه جرګه به د جمور رییس په وینا سره پیل شي
مشورتي لویه جرګه به د مصالحې عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د جمهور رییس محمد اشرف غني په پرانیستونکې وینا سره پیل شي. د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون وایي چې د جرګې لپاره له ولایتونو ټول غړي رارسېدلي دي. د دغه کمېسیون رییس معصوم ستانکزي په خبره د جرګې لپاره ۳۲۰۰تنه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغوښتل شوي دي. د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په تېرو ۱۱کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي دي چې دوه‌یې د سولې پروسې اړوند وې. مشورتي لویه جرګه د افغانستان عنعنوي دود دی او په هېواد کې مهمو او لویو موضوعاتو اړوند د حکومتونو لخوا رابلل کېږي.
https://avapress.com/vdcgu39xwak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته