کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان حکومت تعلیمي ادارو ته د فعالیت اجازه ورکړه

17 اسد 1399 ساعت 11:41

پاکستان د کوويډ – ۱۹ ناروغانو شمېر کې تر زیات کموالي وروسته محدودیتونه نرم کړي او د راتلونکې میاشتې میلادي له ۱۵مې نېټې څخه يې د ښوونځیو د پرانېستلو اعلان کړی دی. د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان ولسونو ته د یوې غونډې پر مهال وویل چې له دې وروسته به ګرځندوی سیمې، هوټلونه، او ګڼ نور کاروباري مرکزونه به سر له نن پرانیستي وي او پاتې نور فعالیتونو ته به د اګست میاشتې په لسمه نېټه اجازه ورکړل شي. عمران خان همدارنګه وویل چې د سیل سیمې د اګست له اتمې او تعليمي ادارې به د سپټمبر په پنځلسمه نېټه پیل شي. پاکستان د کورونا له کبله پر بندیزونو داسې مهال نرمښت راولي چې د روغتیایي چارواکو په خبره هلته اوس د کورونا ناروغي کمه شوې ده. د دوی د معلوماتو له مخې په یاد هېواد کې تراوسه د مثبتو پېښو شمېر تر دوه لکه اتیا زره اوښتی او تر دوه نیم لکه زیات کسان رغېدلي، خو تر شپږ زره کسان له کوويد-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۸ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.



د مطلب کود: 216274

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216274/د-پاکستان-حکومت-تعلیمي-ادارو-ته-فعالیت-اجازه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com