کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په کابل کې د سولې له مشورتي لویې جرګې څخه هرکلی وکړ

17 اسد 1399 ساعت 12:20

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې د سولې دا مشورتي لویه جرګه به د بین الافغاني خبرو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه له منځه یوسي او تمه شته چې جرګه به د طالبانو پاتې څلور سوه بندیانو خوشي کولو په اړه پرېکړه وکړي. پمپیو زیاته کړه چې د طالب بندیانو په خوشي کولو سره به دغه ډله ډېر ژر د حکومت له مذاکراتي ټیم سره خپل منځي خبرې پیل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې ټینګار شوی چې طالبان باید د مذاکراتو پرمهال د تاوتریخوالي کمېدو ته ژمن پاتې شي ترڅو د جګړې ختمولو او د تلپاتې سولې راتګ زمینه برابره شي. په خبرپاڼه کې له افغان مشرانو غوښتنه شوې ده چې د سولې لپاره له تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي ترڅو د سیمې او نړۍ لپاره د ثبات لامل وګرځي. په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا جرګه مهمه یاده کړې او د جرګې له ګډونوالو یې غوښتې چې د سولې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي او هغه خنډونه له منځه یوسي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.



د مطلب کود: 216278

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216278/امریکا-په-کابل-کې-د-سولې-له-مشورتي-لویې-جرګې-څخه-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com