دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 216280
ولسمشر غني: دا پاتې ۴۰۰ زندانیان جدي دوسیې لري
ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل،‌ طالبانو ویلي‌ چې که چېرې دا پاتې ۴۰۰ بندیان یې خوشي شي نو په درې ورځو کې به افغان حکومت سره خبرې پیل کړي،‌ او که خوشي نشي نو جګړه به لا سخته کړي. ولسمشر غني‌ وویل،‌ د دې لپاره چې ملامتي‌ پر حکومت نه وي،‌ په دې چاره کې یې مهم ګامونه پورته کړي‌ دي. ښاغلي غني وویل، اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو،‌ او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي.
https://avapress.com/vdcevp8w7jh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته