کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: دا پاتې ۴۰۰ زندانیان جدي دوسیې لري

17 اسد 1399 ساعت 12:24

ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل،‌ طالبانو ویلي‌ چې که چېرې دا پاتې ۴۰۰ بندیان یې خوشي شي نو په درې ورځو کې به افغان حکومت سره خبرې پیل کړي،‌ او که خوشي نشي نو جګړه به لا سخته کړي.

ولسمشر غني‌ وویل،‌ د دې لپاره چې ملامتي‌ پر حکومت نه وي،‌ په دې چاره کې یې مهم ګامونه پورته کړي‌ دي.

ښاغلي غني وویل، اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو،‌ او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي.



د مطلب کود: 216280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216280/ولسمشر-غني-دا-پاتې-۴۰۰-زندانیان-جدي-دوسیې-لري

آوا
  https://www.avapress.com