کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښاریان: لویه جرګه د بېلابېلو لارو د بندېدو سبب شوې ده

17 اسد 1399 ساعت 15:21

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو له امله د ښار په بېلابېلو سيمو کې لارې بندې دي او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي. دوی زياتوي، په هر ځای کې د پولیسو له لوري چګ پاينټونه جوړ شوي او په ډېرو ستونزو سره له يوه ځایه بل ځای ته ځي. ښاريان پر حکومت او اړوندو بنسټونو غږ کوي چې د دوی ستونزې دې په پام کې ونیسي او د دغې ستونزې د هواري په موخه دې اقدامات وکړي. نقیب‌الله کليد ته وويل: «لویې جرګې ډېرې ستونزې موږ ته رامنځ‌ته کړي، ټولې لارې تړل شوي دي هرې خوا ته چک پاينټونه جوړ کړي، حکومتي مسوولين بايد د خلکو ستونزو ته توجه وکړي.» په ورته وخت کې د کوټې سنګي او د لویې جرګې تالار ته نيږدې د سيمې هټۍ‌وال او کارګران هم نيوکه کوي چې لویې جرګې یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی. دوی ټينګار کوي چې پولیسو شاوخوا سيمې تړلي، خلکو او موټرو ته اجازه نه‌ورکوي چې له سيمې تېر شي. جلال کليد ته وويل: «لارې بندي دي، خلک او موټر نه‌پرېښودل کېږي چې له دې سيمې تېر شي، طبيعي ده چې دا د هټۍ‌والو او کارګرانو پر کار منفي اغېز کوي، دا جرګه ممکن يوه اوونۍ دوام وکړي، په دې موده کې چې کوم زيان موږ کوو، تاوان یې څوک ورکوي؟ هيله لرو چې زموږ ستونزې په پام کې ونيول شي.» بل لور ته د کابل امنيه قومانداني وياند فردوس فرامرز بيا وايي، د سولې مشورتي لویې جرګې د ښه ترسراوي په موخه هغه مسیرونه چې له کوټې سنګي او قمبر څلور لارې له کارتې پروان څلور لارې سره نښلول کېږي، د ټرافيکو پرمخ تړل شوي دي. دی زياتوي، د دغو سيمو اوسېدونکو لپاره د پولیس بس موټرونه موظف شوي، څو دوی له يوې سيمې بلې سيمې ته انتقال کړي. فرامرز کليد ته وويل: «کله چې يو شمېر واټونه تړل کېږي، نو په ښار کې ګڼه ګوڼه زياتېږي، موږ د سولې مشورتي لویې جرګې د ښه ترسراوي په موخه هغه مسیرونه چې له کوټې سنګي او قمبر څلور لارې له کارتې پروان څلور لارې سره نښلول کېږي، د ټرافيکو پرمخ تړلي دي، او د خلکو د اسانتياوو لپاره مو د پولیس بس موټرونه دې ته موظف کړي، څو د سيمې خلک له يوه ځایه بل ځایه ته انتقال کړي.» بلخوا د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسيون مشر معصوم ستانکزي جرګې ته د خپلې وينا پرمهال ياده ستونزه ومنله او له خلکو یې وغوښتل چې د څو محدودو ورځو لپاره دې ياده ستونزه وزغمي. د ۴۰۰ طالب بنديان د خوشې کولو په موخه رابلل شوې مشورتي لويه جرګه نن د ۳۴۰۰ استازو په ګډون سره د جمعې په ورځ رسما پيل شوه او ټاکل شوې چې څلور ورځې به دوام وکړي.



د مطلب کود: 216286

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216286/کابل-ښاریان-لویه-جرګه-د-بېلابېلو-لارو-بندېدو-سبب-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com