کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جرګې د امنیت د تامین ځواکونه: دوه میاشتنی معاش مو نه دی اخیستی

18 اسد 1399 ساعت 7:32

ځينې هغه امنیتي ځواکونه چې د لویې جرګې امنیت تامین وي، وايي دوه میاشتې کېږي چې د هغوی معاش نه دی ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت ۳۳۰ مېلیون افغانۍ چې د ملي بودیجې څخه ورکول کېږي، د دغې جرګې پر ترسراوي لګولي دي.
د پولیسو یو له دغو سرتېرو طوفان چې د لویې جرګې د امنیت یې نیولی دی وايي:«زموږ معاشونه میاشت پر میاشت حواله کېدل، خو ... یوه نیمه میاشت کېږي چې حواله شوي نه دي.» 



د پولیسو بل سرتېری فیاض هم وویل:«د امنیت د تامین لپاره، تل هڅه کوو چې زموږ ګران خلک په یوه امنیه او سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي.»
ځينې نور دولتي ځواکونه چې له څو ورځو راهیسې د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت پر تامین بوخت دي، تمه لري چې په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي او دایمي سوله تامین شي.
د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون استاد امراالله وویل:«راشئ چې سوله وکړو! له جګړې، بدبختۍ او د نورو هېوادونو د غلام والي څخه بهر شئ او افغانستان جوړ کړئ. زموږ ځوانان او خلک مه وژنئ.»
د ملي پوځ پوځي صمیم الرحمان هم وايي:«درې شپې کېږي چې موږ دلته دنده ترسره کوو، او د تلاشۍ ځای لرو... خدای دې وکړي چې زموږ په وطن کې یوه سراسري سوله راشي.»
دا جرګه چې په هغه کې ۳۲۰۰ تنه ګډون کړی چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو د څرنګوالي په اړه به تر درې ورځو پورې دوام وکړي.
دا جرګه نن جمعه د زمري په ۱۷ مه پيل شوه. د بندیانو نه ازادول د سولې خبرو اترو په پيل کې د ځنډ یو اصلي لامل ګڼل کېږي.
هېوادوال تمه لري چې د لویې جرګې له ترسراوي سره د طالب بندیانو برخلیک روښانه شي، د سولې بهیر کې د پلمو لټون پای ته ورسېږي.
د کابل اوسېدونکی عبدالرحمان وویل:«داسې بندیان شته چې زموږ خپل هېواد وګړي دي، باید د هغوی د ازادولو په اړه جرګه مثبت نظر ورکړي او که چېرې بهرني وګړي دي دا ستونزمنه ده.»
د کابل بل اوسېدونکی حشمت الله رحیمي هم وايي:«۳۳۰ مېلیونه افغانۍ د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون لپاره لګوي، خو موږ د بې وزلۍ په کرښه کې یوو او دا سم کار نه دی.»


د مطلب کود: 216296

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216296/د-جرګې-امنیت-تامین-ځواکونه-دوه-میاشتنی-معاش-مو-نه-دی-اخیستی

آوا
  https://www.avapress.com