دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۷
د مطلب کود : 216299
غني: که چېرې طالب بندیان ازاد شي درې ورځو کې به مذاکرات پيل شي
د سولې مشورتي لویه جرګه، نن له غرمې مخکې (جمعه د زمري په ۱۷مه) د ولسمشر غني له وینا سره پیل شوه. ولسمشر غني، په خپله وینا کې وویل که چېرې ۴۰۰ طالب بندیان ازاد شي، طالب ډله به د درې ورځو په لړ کې د افغانانو ترمنځ خبرو ته حاضر شي او که چېرې دغه بندیان ازاد نه شي، طالبانو ویلي دي چې تاوتریخوالی به زیات او جګړه به زور واخلي.

د سولې مشورتي لویې جرګې څه باندې ۳ زره ګډونوال د افغانستان د یوې مهمې مسایلې په اړه پرېکړه کوي. دا پریکړه دا ده چې، آیا د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلولو په بدل کې ۴۰۰ لانجمن طالب بندیان خوشې شي او کنه؟
د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو له منځه، ۱۵۶ یې پر اعدام، ۱۰۵ یې پر حق العبدي مسایلو، ۳۴ د انسان تښتونې په جرم، ۵۱ یې د نشه يي توکو د قاچاق په جرم، ۶ یې د اخلاقي مسایلو پر جرم محکوم شوي او ۴۴ یې د افغان حکومت او نورو ملګرو هېوادونو په تور نوملړ کې دي او همداراز له دې ډلې د څلورو کسانو د جرمونو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
له دې ټولو سره سره عبدرب الرسول سیاف چې، د سولې مشورتي لویې جرګې ریاست عبدالله عبدالله ته سپاري د دغې جرګې له ګډونوالو غواړي چې، داسې پرېکړه وکړي؛ چې په هېواد کې د وینې توېیدنې بهیر ودرېږي.
د سولې مشورتي لویې جرګې مشر د دغې جرګې د ګډونوالو پرېکړه د افغانستان د بقا لپاره ارزښتمن بولي.
خو په دغې جرګې کې د ولسمشر د وینا پر مهال د یوې ګډونوالې بلقیس روشن اعتراض او له جرګې یې د ویستنې څرنګوالی غږ او ځوګ راپورته کړی دی.
له بل لوري د سولي مشورتي لویې جرګې ځينې نور ګډونوال وايي، د دغې جرګې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې متن له دوی سره شریک شوی او په دې اعلامیې کې په تلویحي ډول د جرګې له ګډونوالو غوښتل شوي چې، د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو له خوشې کېدو سره موافقت وکړي.
https://avapress.com/vdceop8wojh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته