کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پمپيو او قريشي د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې

18 اسد 1399 ساعت 10:48

د امريکې د متحدو ايالتونو او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله ليدنه کې د افغانستان د سولې پر پروسې او له دې پروسې سره د پاکستان پر همکارۍ خبرې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان د سولې په پروسه کې د دواړو هېوادونو امريکا او پاکستان پر همکارۍ بحث کړی دی.

دواړو خواوو ټينګار کړی چې افغانستان کې ثبات د سيمې له ثبات سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال افغانستان د سولې بهير په يوه حساس پړاو کې موقعیت لري او ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شي.

د همدې خبرو پر وړاندې د يوازيني خنډ؛ ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو يا نه خوشي کېدو په تړاو د مشورې لپاره همدا اوس کابل کې مشورتي لويه جرګه روانه ده.



د مطلب کود: 216308

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216308/پمپيو-او-قريشي-د-افغانستان-سولې-پر-پروسې-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com