کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس کې ۱۷ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

18 اسد 1399 ساعت 11:27

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي په بادغیس ولایت کې یې ۱۷ تنو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پرون مازدیګر ترهګرو طالبانو پلان درلود چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې په ملي دفاعي ځواکونو بریدونه وکړي، خو ملي دفاعي ځواکونو د دغه بریدونو مخنیوی وکړاو پایله کې یې ۵ طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې دي چې په کابل کې د ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک په موخه لویه مشورتي جرګه روانه ده.



د مطلب کود: 216312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216312/بادغیس-کې-۱۷-طالب-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com