ملي مشورتي لويه جرګه د جمعې په ورځ پيل شوه او نن درېيمه ورځ پای ته رسېږي.
پرون د دې جرګې د ۵۰ ګونو کمېټو له مشورو څرګندېده چې ښايي نن مشورتي لويه جرګه د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکړي.
پرون مازديګر د دې جرګې مشر عبدالله عبدالله هم له خبريالانو سره خبرو کې اشاره وکړه چې د جرګې عمومي روحيه له سولې پر ملاتړ له راڅرخي، ګواکې ښايي جرګه مشوره ورکړي چې ۴۰۰ طالب زندانيان دې خوشي شي تر څو ژر تر ژره مخامخ بينالافغاني خبرې پيل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)