دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 216336
غزني کې موټربم او وسله وال برید له امله ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
د غزني ولایت د مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د عامه ساتنې پر کنډک باندې موټربم او وسله وال برید وشو، چې پایله کې یې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د غزني د والي ویاند، وحیدالله جمعه زاده یک تلویزیون ته وویل دا برید تیر ماښام شاخوا اته بجې شوی چې ۷ کسان پکې وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
ښاغلي جمعه زاده ویلي وسله وال کسان چې تر چاودنې وروسته یې غوښتل د یادې قطعې قرارګاه ته د ننه شي، د پولیسو له مقاومت سره مخ او له منځه یوړل شول.
دا په داسې حال کې دي چې کابل کې لویې مشورتي جرګې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خلاصیدو مشروطه پریکړه کړې ده.
https://avapress.com/vdcgw39x3ak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته