دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 216350
کرکټ بورډ: د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ سیالۍ لغوه شوه
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دوی او زېمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ پلان شوې سیالۍ لغوه شوې ده.
ټاکل شوې وه چې دغه لوبډلې به نږدې راتلونکي کې پنځه ۲۰ اوریزې سیالۍ کوي.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي د زېمبابوې حکومت خپلې کرکټ ادارې ته د کرونا ویروس د خطر له امله د یادو لوبو اجازه ورنه‌کړه چې ورسره د لوبو دا لړۍ هم لغوه شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpeqix2bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته