کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې مشورتي لویې جرګې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول تایید کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 اسد 1399 ساعت 11:19

د افغان حکومت په بند کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په تړاو د رایې ورکړې په تړاو د سولې مشورتي لویه جرګې د یادو بندیانو د ازادول تایید کړل.


دغه پریکړه لیک چې نن(یکشنبې د زمري په ۱۹مه نېټه) د جرګې په دریمه ورځ ولوستل شو، په دریم بند کې یې د بندیانو پر ازادولو ټینګار شوی دی.
دغه بند کې راغلي:« جرګه د مذاکراتو د پیل پر وړاندې د شته خنډونو د لیري کولو، د وینو له تویدو د مخنیوي او همداراز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو نظر تاییدوي.»
دغه پریکړه لیک ۲۵ بنده لري او همداراز دغو بندیانو کې د بهرنیو وګړو په تړاو هم ویل شوي چې اړوند هېواد ته د ضمانت اخیستو په صورت کې باید وسپارل شي.
په دې تړاو پرېکړه لیک کې راغلي دي:«که چېرې د بندیانو ترمنځ بهرني وګړي شامل وي د بهرني بندیانو له هېوادونو د ضمانت له اخیسو سره خپلو اړوندو هېوادونو ته وسپارل شي.»
د یادې جرګې پریکړه لیک همداراز هېواد کې د سولې له تامینه هرکلی کړی:« د مشورتي لویې جرګې غړي د تل پاته او  با عزته سولې ته د رسیدو لپاره د سولې له پهیر څخه چې هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي هرکلي کوي.»
د امریکامتحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې افغان حکومت به بند کې ۵۰۰۰ طالب بندیان له بنده ازاد کړي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو، اوربند او هېواد کې سولې ته زمینه برابره شي، خو افغان حکومت د ۴۰۰ بندیانو ازادۍ سره اختلاف درلود چې ګواکي دغه کسان په درنو جرمونو تورن دي.
ولسمشر غني د لوی اختر په ورځ خپله وینا کې د دغو کسانو ازادۍ لپاره د لویې مشورتي جرګې د رابلل وویل او دغې جرګې د جمعې په ورځ خپل کار پیل کړ.


د مطلب کود: 216361

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216361/د-سولې-مشورتي-لویې-جرګې-۴۰۰-طالب-بندیانو-ازادول-تایید-کړل

آوا
  https://www.avapress.com