د لبنان پلازمېنه بيروت کې د سه شنبه تر چاودنې وروسته سخت لاريونونه پيل شوي او لاريونکوونکي دولتي ودانيو په ځانګړي ډول بهرنيو چارو وزارت ته دننه شوي او هلته يې وسايل ګډوډ کړي دي.
لبنانيان پر خپل حکومت غوسه دي چې ولې يې په خوندي توګه د ۲۰۰۰ ټنه امنیت نايټرېټ په ساتلو کې ناغېړي کړې او د دې سترې چاودنه مخه يې نه ده نيولې.
په يو شمېر سيمو کې ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
اخوا لومړي وزير حسن دیاب بيا تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه کړې ده او ټينګار يې کړی چې په دې تړاو به د دوشنبې په ورځ په کابينه کې هم خبرې وشي.
د تېرې اوونۍ د سهشنبه په ورځ د بيروت په یوه ساحلي سيمه کې د ۲۰۰۰ ټنه امونيم نايترېت چاودنې ټول بيروت ولړزاوه، ۱۵۴ تنه پکې ووژل شول، تر ۵۰۰۰ ډېر يې ټپيان کړل او تر ۱۵ مېليارد ډالرو مالي زيان يې واړوه.
د بيروت پراخه سيمه په يوه خرابه بدله شوې ده.