خوښ ديک ۰

زمبابوې له افغانستان سره د کرکټ ۵ شل‌اووريزې لوبې لغوه کړې

د زمبابوې کرکټ بورډ په رسمي ډول اعلان وکړ چې له افغانستان سره يې د کرکټ پلان شوې پنځه شل اووريزې لوبې لغوه کړې دي. زمبابوې ويلي، دغه پرېکړه يې له هغه وروسته کړې چې په دغه هېواد کې د کرونا پېښې زياتې شوې او دوی اړ دي د خپلو لوبغاړو د خونديتوب په هدف دا پرېکړه وکړي. ټاکل شوې وه دغه لوبې لومړی جون مياشت کې ترسره شي، وروسته اګسټ ته وځنډول شوې او اوس لغوه شوې. دا په داسې حال کې چې همدا اوس د يو شمېر هېوادونو تر منځ له ننداره‌کوونکو پرته د کرکټ لوبې کېږي او د کرونا وايروس ورته خنډ نه دی جوړ کړی.
زمبابوې له افغانستان سره د کرکټ ۵ شل‌اووريزې لوبې لغوه کړې
یکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود: 216364 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *