کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زمبابوې له افغانستان سره د کرکټ ۵ شل‌اووريزې لوبې لغوه کړې

19 اسد 1399 ساعت 11:28

د زمبابوې کرکټ بورډ په رسمي ډول اعلان وکړ چې له افغانستان سره يې د کرکټ پلان شوې پنځه شل اووريزې لوبې لغوه کړې دي.

زمبابوې ويلي، دغه پرېکړه يې له هغه وروسته کړې چې په دغه هېواد کې د کرونا پېښې زياتې شوې او دوی اړ دي د خپلو لوبغاړو د خونديتوب په هدف دا پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې وه دغه لوبې لومړی جون مياشت کې ترسره شي، وروسته اګسټ ته وځنډول شوې او اوس لغوه شوې.

دا په داسې حال کې چې همدا اوس د يو شمېر هېوادونو تر منځ له ننداره‌کوونکو پرته د کرکټ لوبې کېږي او د کرونا وايروس ورته خنډ نه دی جوړ کړی.



د مطلب کود: 216364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216364/زمبابوې-له-افغانستان-سره-د-کرکټ-۵-شل-اووريزې-لوبې-لغوه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com